BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • افغان کډوال

    سرچینه: تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستې؛ هره ورځ زرګونه کډوال راځي

    د ننګرهار په تورخم کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې دغلته پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لار افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستې ده. سرچېنه وايي "دغه لار تېره ورځ هم نه وه تړلې او نن هم کډوال را روان دي. هر ورځ د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ کډوال راځي."

  • عینکي

    ځیرکې عینکې: د میټا کارکوونکو ادعا کړې چې د کاروونکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې یې لیدلي دي

    د امریکا ميټا شرکت تر فشار لاندې دی چې د هغې پرېکړې سپیناوی وکړي چې له مخې یې له یوه شرکت سره د همکارۍ لوی تړون لغوه کړی.

  • هېګسیټ

    ژوندۍ پاڼه, پېټ هېګسیټ: ایران سره له جګړې وروسته د امریکا د وسلو زېرمو ډکول به میاشتې تر کلونو موده وغواړي

    د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسیټ د دغه هېواد د کانګرس له استازو سره په ناسته کې وویل چې د امریکا د وسلو د زېرمو بېرته ډکول، چې د ایران سره د جګړې او د وروستیو کلونو د نورو پوځي نښتو له امله کمه شوې ده، د تجهیزاتو د ډول له مخې ممکن له "څو میاشتو تر څو کلونو" وخت ونیسي. د اریزونا ایالت سناتور مارک کیلي د سنا په غونډه کې له ښاغلي هېګسیټ وپوښتل چې د دغو زېرمو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره څومره وخت ته اړتیا ده.

  • Global Sumud Flotilla (GSF)

    اسرائیلو کریټ ټاپو ته څېرمه د غزې مرستندویه بېړۍ درولې او ۱۷۵ فعالان یې ونیول

    فلسطین پلوه فعالانو ویلي، هغه ۲۲ کښتۍ چې د غزې لپاره یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یونان د کریټ ټاپو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې درول شوې دي. د "ګلوبل صمود فلوټیلا" (GSF) تنظیموونکو دا اقدام "سمندري غلا" بللې او ویلي یې دي، هغه کسان چې په کښتیو کې سپاره وو، له غزې څه باندې ۹۶۵ کیلومتره لرې، په ناقانونه ډول نیول شوي؛ هغه غزه چې د اسرائیلو تر سمندري کلابندۍ لاندې ده.

  • افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی

    بریتانیا: افغانستان او پاکستان باید بېرته ډیپلوماسۍ او خبرو ته راوګرځي

    د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچرډ لینزي وايي د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو او ډیپلوماسۍ د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه کابل ته له یوې اونیزې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له چارواکو سره په خپلو لیدنو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د بیا پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري مرستې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدېدای شي.

لنډې ویډیوګانې

  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza
  • کونړ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي